د ننګرهار والي: د کانال د ځمکو غاصبين څارنوالۍ ته معرفي کوو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٦ مه
د ننکرهار والي وايي، مجبور دي چې په دغه ولايت کې د کانال د ځمکې غاصبين څارنوالۍ ته معرفي کړي.
د ننګرهار والي  شاه محمود مياخېل وويل چې له هيڅ زورواکي څخه نه ډاريږي او که چيرې دغه غاصبين د کانال ټول جايدادونه بېرته دولت ته ورنه کړي؛  څارنوالي ته معرفي کېږي.
د ننګرهار کانال په هېواد کې له سترو کرنيزو کانالونو څخه دى چې د تازه ميوو او سبو له پلوه د افغانستان د کلنۍ اړتيا يوه برخه  لرې کوي .
د زياتو کلونو په بهيرکې د دغه ستر کانال ځيني جايدادونه د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي دي. که څه هم حکومت د وروستيو کلونو په بهير کې  د دغو ځمکو يوه برخه بېرته نيولې ده؛ خو يوه زياته برخه يې اوس هم د زورواکو په منګولوکې پاتې ده .
د ننګرهار والي باختر آژانس ته وويل: که چيرې زورواکي د ننګرهار کانال جايدادونه بېرته ورنه کړي؛ څارنوالۍ ته معرفي کېږي .
د ننګرهار د کانال مسوولين وايي چې د دوى د ځمکو بېرته راستنول، د کرنيزو محصولاتو په برخه کې د هغوى فعاليت زياتوي.
ختم_ج _اکرم

back to top