15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه ديرش ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د غويي د مياشتې ۳۱ مه
مرکزي بانک (۳۵) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د غبرګولي د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ (۳۵) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ذ

Last modified on Wednesday, 22 May 2019 07:56

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.