کابل باختر د غبرګولي لومړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سویلي اسیا لپاره د نړېوال بانک له مرستیال هارتوګ شفر او د بین المللي مالي تامین ادارې له مرستیالې مېرمن نینا ستویلجکویک سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د سویلي اسیا لپاره د نړېوال بانک مرستیال او د بین المللي مالي تامین ادارې مرستیالې د دغو بنسټونو د نویو دفترونو د جوړولو او له افغانستان څخه د اغيزمن ملاتړ لپاره د خپلو راتلوونکو پروګرامونو په اړه بحث وکړ.
د هېواد جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نړېوال بانک د دوامدار ملاتړله امله مننه وکړه او ويې ویل، د نړېوال بانک او د بین المللي مالي موسسې د نویو دفترونو جوړېدل او پرانیستل له افغانستان سره د دغوبنسټونو ژور او اوږدمهال ژمنتوب ښیي.پاى- ع