19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يوولس طالبان په بلخ کې ووژل شول

مزارشريف / باختر/ د وږي٢٨مه : يوولس وسله وال...

په فراه کی دترور په تور یو سړی ونیول شو

کابل/باختر/دوږی ۲۸ پولیس پرون په فراه کی دپولیسو دیو افسر...

په پاکستان کې د طالبانویو مشهور قوماندان مړشو.

کابل باخترد وږي ۲۸ د طالبانویومشهور قوماندان چې څه موده مخکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د بهرنیو تولیداتو د قاچاق د مخنیوي په خاطر پنځه مرکزونه ایجادیږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د روژه ماتي په مېلمستیا کې د هېواد له صنعتکارانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.
د جمهوررئیس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه او د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتوهم حضور درلود، په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د صنعتکارانو د هڅونې په خاطر یې له جمهوررئیس څخه مننه وکړه وې ویل، هغه امتیازات او ارزښت چې دولت موږ ته راکړې، د صنعتکارانو د تشویق لامل ګرځېدلی او اوس دولت ستر مشتري د خصوصي سکتور دی.
کمین زاده وویل، سږکال صنعت ۷ سلنه وده کړې ده او زموږ صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي، دغه راز د هېواد په کچه ۳۲۰۰ فابریکې لرو چې هېوادوال مو په ویاړ سره تولیدات پېري.
وروسته د ښځو د سوداګرۍ خونې رئیسې منیژې وافق خبرې وکړې او د ښځو داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو، د سوداګرو ښځو د تشویق، د صنعت ودې ته د پاملرنې، ښځو ته د دولتي جایدادونو د اجارې او کرایه ورکولو د جلا طرزالعملونو د ایجاد، اجرایي کارکوونکو ته د پوهاوي ورکولو،  د تحقیق او انکشاف په برخه کې هر وزارت ته د کلنۍ بودجې د تخصیص، له کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د لبنیاتو د صنعت او خصوصي سکتور د انکشاف په برخه کې د ډونرانو د تنظیم په برخه کې یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د پانګه والو په ځانګړي ډول د صنعتکارانو له نوښتونو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل: زما غوښتنه له تاسو څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼئ او زموږ کار باید هدفمند وي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوي په موخه چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي، د هېواد په بېلابېلو نقطو کې پنځه مرکزونه ایجادیږي او په دې برخه کې د سوداګراو او پانګه والو د همکارۍ غوښتوونکی شو.
جمهوررئیس د ګمرکونو پر کنترول ټینګار وکړ او وې ویل، د ځمکې کرایه او اجاره په نوي طرزالعمل کې شامله شوې او ټول دولتي املاک د ښار جوړولو وزارت پورې تعلق لري.
جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزیر ته لارښوونه وکړه چې دولتي املاک دې د شتمنۍ د تولید د وسیلې په توګه اماده کړي او له صنعتکارانو یې وغوښتل چې په لیکلې بڼه خپل شکایتونه وړاندې کړي.
جمهوررئیس د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور، بانکدارۍ او رسنیو پر لا زیاتې همغږۍ او ګډ لیدلوري ټینګار وکړ او وې ویل، د مشارکت بنسټ اېښودل شوی او په دې برخه کې لا زیات خوځښت ته اړتیا ده.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.