21 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړ کې داوبو لګولو يوکانال پرانستل شو .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر : دکونړ دکرنې مسوولانو ...

جمهورريیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

جمهورريیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

کابل/دتلې۲٩مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني...

جمهورريیس محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

جمهورريیس محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

کابل/دتلې۲٩مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلويښت ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل \ باختر\ د غبرګولي د مياشتې ۲ مه
مرکزي بانک (۴۰) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته لېږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي د مياشتې په ۴ نېټه د شنبې په ورځ (۴۰) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \سعيده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.