15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دېرش ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \ باختر\ د غبرګولي ۳۰ مه
مرکزي بانک ۳۰ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته لېږل شوى دى؛ ويل شوي دي:   د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ په لومړۍ د شنبې په ورځ ٣٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په مقصد د تضمین په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو زياتې پيسې وغواړي.
پاى \سعيده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.