16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په تخارکې په يو واټ کريړ اچول کېږي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه د تالقانو ښار د ده باشي...

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء تاسیس شوه

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ٦١ ترهګر ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه د هېواد په بېلابېلو سیموکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابل په لويديځ ترمينل کې د ملي بانک نمايندګي پرانیستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو په موخه د کابل د شمال او لويديځ په ترانسپورتي ترمينل کې د افغان ملي بانک لومړنۍ نمايندګي پرانستل شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ترانسپورت وزارت دغه اقدام په روڼتيا سره د ترانسپورتي عوايدو په راټولولوکې د برېښنايي سيستمونو د رامنځته کولو لپاره لومړنى بنسټ وباله.
د دغې نمايندګۍ د پرانيستلو په مراسموکې د ترانسپورت وزير يما ياري، په روڼتيا سره د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو د برېښنايي سيستمونو د عملي کولو په باب د اړوندو ادارو پر همغږۍ او همکارۍ باندې ټينګار وکړ.
په همدې حال کې د افغان ملي بانک لوى رييس عبدالعزيز بابکرخېل د هېواد د مرکز او ولايتونو په بندرونوکې د افغان ملي بانک د نمايندګيو له لارې د ترانسپورتې عوايدو د راټولولو بهير د عملي کولو په برخه کې د دغه بنسټ هر اړخيزه همکاري څرګنده کړه.
دغه بهير لومړى د ځمکني ترانسپورت د لوى رياست له مرکز څخه پيل شوى او وروسته د هېواد په ولايتونوکې ټولو ترانسپورتي بندرونو ته پراختيا ورکول کېږي.
پاى \ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.