20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د طالبانو د سرې قطعې يو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه د طالبانو د سرې قطعې...

په ننګرهارکې د نشه يي توکو د يوه پلورونکي نيول کېدل

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه يو سړى له لسګونو انډيو...

په غورکې طالبانو درې ملکي وګړي وتښتول

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه طالبانو په غورکې درې ملکي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني خلیل صدیق ته د غازي وزیر محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني د افغانستان بانک پخواني لوی رییس خلیل صدیق د خدمتونو او هڅو د ستایلو په خاطر، نوموړي ته د یو لړ مراسمو پر مهال د غازي وزیر محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې چې نن غرمه په دلګشا ماڼۍ کې پرځای شول، په پیل کې د جمهوررییس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهوررییس فرمان ولوست.
جمهوررییس غني د دغه مډال له ورکړې وروسته، د بانکدارۍ سکتور د انکشاف او ودې په برخه کې د خلیل صدیق هڅې او دا چې ورسپارل شوې دندې یې په پوره رېښتینولۍ ترسره کړې دي، مننه وکړه.
د افغانستان بانک مخکیني رییس خلیل صدیق په هېواد کې د بانکدارۍ د ودې په خاطر د جمهوررییس د هڅو او دغه را نوموړي ته د مډال د ورکړې له امله مننه وکړه.#
پای – و

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.