دباميانو بزګران دزعفرانو پياز ترلاسه کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٦ مه :
دزعفرانو  ٢٥٠٠کيلوګرام پياز پرون  دباميانو په بزګرانو وويشل شول .
  دباميانو دکرنې او اوبو لګولو رييس  انجنير عبدالوهاب محمدي باختراژانس ته وويل  چې، دغه وزارت دبڼوالى  او مالدارى  دملي پروګرام له لارې دزعفرانو دکرکيلې درواجولو او حاصلاتو دزياتوالي په خاطر دزعفرانو  ٢٥٠٠ کيلوګرام پياز دزعفرانو دنمايشي قطعاتو دجوړولو په خاطر ددغه ولايت په پنځو مخکښو بزګرانو وويشل .
ده زياته کړه چې زراعتي وسايل  هم په دغو بزګرانو وويشل شول .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 07 July 2019 10:01
back to top