12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د خرما د ترويج په خاطر هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه
په ننګرهار کې د خرما د توليد د رواجولو په موخه هلې ځلې دوام لري .
سيمه ييز مسوولين، د کرنې وزارت په همکارۍ اوس د خرما او ميوو د ونو د پراختيا په حال کې دي.
ګوشته يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې هلته خرما د ترويج په حال کې ده.
په دې ولسوالۍ کې د خرما کښيودل شويو نيالګيو نوي حاصل ورکړى. که څه هم دېرش ټنه خرما د ګوشتې له بڼونو څخه ترلاسه شوې، خو دا هيلې د خرما د کاروبار په خاطر سمون پيدا کړى دى.
د ننګرهار د کرنې ادارې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په ګوشتې ولسوالۍ  کې د خرما د ښه حاصلاتو په ورکولو سره هلې ځلې کېږي چې په ټول ننګرهار کې  د خرما توليد ترويج شي.
عربي متحده امارات له درېيو کلونو را په دې خوا په هېواد کې  د خرما د بڼونو په برخه کې خپلې مالي او فني همکارۍ پيل کړې دي.
د کرنې وزارت مسوولين وايي چې د اماراتو هېواد په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې به له لسو ډولونو څخه زيات د خوږې خرما توليد رواج کړي.
همدا اوس د خرما له پلوه د افغانستان د خلکو اړتيا له کورنيو منابعو څخه پوره کېږي او زياتره يې له ايران، پاکستان او عربي هېوادونو څخه تامينيږي.
د کرنې برخې کارپوهان وايي: که په هېواد کې د خرما د رواجولو بهير پرمخ يوړل    شي، افغانستان به ډېر ژر د خرما له پلوه په خپلو پښو ودريږي.
پاى \ذ

 

Last modified on Sunday, 07 July 2019 10:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.