15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيا او خوست کې د پيازو د خوسا کېدو د مخنيوي لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
په خوست او پکتيا کې د پيازو د ساتنې ۱۰۰ زېرمې جوړيږي.
دغه زېرمې په دغو دوو ولايتونوکې د بزګرانو پياز له خرابېدو ژغوري او دغه راز به د دې سبب شي چې خلک هر وخت پياز په ارزانه بيه ترلاسه کړي.
هره زېرمه له پنځو تر پنځلسو مټريک ټنو پيازو د ساتنې ظرفيت لري .
د پکتيا او خوست د کرنې ادارو مسوولينو له باختر اژانس سره په اړيکه کې وويل  چې د دغو زېرمو په جوړولو سره د بزګرانو د پيازو د خرابوالي مخه نيول کېږي او دغه راز به پياز هر وخت په ښه بيه په بازارکې وړاندې شي.
د پيازو د ساتنې د دغو زېرمو د جوړولو کار نن پيل شو او ټاکل شوې ده تر شپږو مياشتو پورې بشپړ شي.
د خوست او پکتيا بزګرانو د کرنې وزارت د دغه اقدام هرکلی وکړ.
  ختم-ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.