23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ترانسپورت وزیر په افغانستان کې د آسیا پرمختیایي بانک له مرستیال سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ترانسپورت وزیر انجنیر یما یاري په افغانستان کې د آسیا پرمختیایي بانک له مرستیال ډویت دول سره په داسې مهال وکتل چې د مالیې وزارت د مرستو د انسجام ریس هم حاضر و.
د ترانسپورت وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترانسپورت وزارت د سړکونو ملي ادارې د هغو پروژو په اړه بحث او خبرې وکړې چې د آسیا د پرمختیایي بانک يې مالي ملاتړ کوي.
ترانسپورت وزارت مخکې د یکاولینګ - کندهار پروژو د سروې او ډیزاین، شمال او جنوب دهیلز، لویدیز ته د ختیځ دهلیز، د ښرنې - انګور اډې سړک د پاتې برخې او کابل - کندهار لویې لارې د مطالعې او امکان سنجۍ غوښتنه کړې وه چې د آسیا پرمختیایي بانک نن ومنله.
دغه راز په نننۍ کتنه کې دغه بانک د یادو پروژو د مالي ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل چې ژر به د دغو پروژو مالي هوکړه لیک له مالیې وزارت سره لاسلیک شي.
د ترانسپورت وزیر د افغانستان له خلکو او حکومت سره په ترانسپورتي برخه کې د آسیا پرمختیایي بانک د مرستو مننه وکړه.
یاري دغه راز د یادو پروژو او پاتې نورو پروژو د ډیزاین او سروې د بشپړولو له امله له دغه بانک څخه مننه او قدرداني وکړه.
پای – ذ

 

Last modified on Wednesday, 10 July 2019 13:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.