25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

په ننګرهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

کابل \باختر\ د وږي ٢مه په ننګرهار کې د يوې چاودنې...

په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو مرګاني بريدونه

په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو مرګاني بريدونه

کابل \باختر\ د وږي ٢مه په قندهار کې د طالبانو پر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه 
د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه نن په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه.
د مالیې وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال زاهد همدرد، د کابل والي یعقوب حیدري، د مالیې وزارت یو شمېر رییسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د کابل ولایت خلکو ګډون کړی و چې اصلي موخه یې د روڼتیا او حساب ورکولو په موخه د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته د رسېدو، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسېدو او په ټول هېواد کې په اغېزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د دې غونډې د جوړیدو لپاره د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: "هیله لرم چې په دې غونډه کې د کابل اړوندو ولسوالیو له اړینو موضوعاتو څخه یادونه وشي او د راتلوونکي کال د ملي بودیجې په سند کې د کابل ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې په نظر کې ونیول شي."
نوموړي وویل چې له خلکو سره مشورې په ملي بودیجه کې د روڼتیا او توازن راوستلو سبب ګرځي او د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو ګډون د بودیجې اغېزمنتیا زیاتوي.
د مالیې وزارت مالي مرستیال زاهد همدرد، له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: "د دې ډول غونډې له ترسره کېدو زموږ موخه دا ده چې د ملي بودیجې په سند کې د خلکو اصلي ستونزې او اړتیاوې په نظر کې ونیسو. د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو فعاله ګډون ریښتینې اړتیاوې او لومړیتوبونه تشخیصوي او د ملي بودیجې مثمریت او مؤثریت د پام وړ زیاتوي."
همدا شان په دې پروګرام کې  ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندې کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.
د یادونې وړده چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ییزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ییزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې پر اجرا مثبته اغېزه لري چې یاد عوامل په سېمه ییزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.
پای -  ذ

 

Last modified on Wednesday, 10 July 2019 13:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.