په پنجشير کې پر کروندګرو ښځو د زعفرانو پياز ووېشل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
په پنجشيرکې پر کروندګرو ښځو د زعفرانو څه ناڅه ٢٠٠٠ کيلوګرامه پياز پرون ووېشل شول.
د پنجشير د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رييس محمد رووف يعقوبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د زعفرانو  يو زرو ٨٠٠ کيلوګرامه پياز د دغه ولايت په مرکز او د عنابې او رخې په ولسواليوکې پر پنځلسو کروندګرو ښځو ووېشل شول.
هغه زياته کړه چې دغه پياز د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام د کورنيو د اقتصادي ودې په موخه ووېشل.
  ختم- سعيده- اکرم

Last modified on Friday, 12 July 2019 16:47
back to top