23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د شاه توت بند پر امنيت خبرې وشوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه   
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرايیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د شاه توت بند پروژې د امنیت ټینګښت د بودیجې څرنګوالي په اړه جوړ شوي کمېسیون د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه غونډه کې د کورنیو چارو، مالیې، ښار جوړونې او اراضۍ، اوبو برښنا، کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په کې ګډون درلود، د شاه توت پروژې پر استملاکي، امنیتي او مالي چارو خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي محافظت مرستيال قیس باوري د شاه توت پروژې د امنیت لپاره چمتووالی وښود او ویې ویل چې د یادې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره یې په یاده سیمه کې له اوبو او برښنا وزارت سره په ګډه سروې ترسره کړې او راپور یې د وروستۍ پریکړې لپاره وزیرانو شورا ته سپارلی دی تر څو د یادې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره د اړتیا وړ پرسونل او مهماتو لپاره د بودیجې په اړه پریکړه وکړي.
د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د استملاک رئیس شاه جهان جلات د شاه توت پروژې په برخه کې د ۶۷۰ جریبه ځمکې د استملاک خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه ځمکه به د یادې سیمې په ۱۶ کلیو و ویشل شي او د دغه خلکو لپاره به د لیږد لپاره لازم اقدامات وشي.
همداراز د اوبو او برښنا وزارت اداري او مالي مرستيال انجينیر خان محمد تکن د شاه توت پروژه یوه مهمه پروژه وبلله چې (۱۴۶) میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، ۲.۲ ملیونه وګړو ته به د څښاک پاکې اوبه او په پنځو کانالونه کې به (۴۰۰۰) هکټار کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.نوموړي زیاته کړه : د شاه توت پروژه چې د هند په مالي همکارۍ تر سره کیږي چې باید د ژر پیل لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هند له سفارت سره خبرې وکړي چې دغه مهمه او ملي پروژه ډېر ژر پیل شي.
ماليې وزارت د شاه توت پروژې د امنیت ټینګښت لپاره د بودیجې په برخه کې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې یاد وزارت به د دغه پروژې له پیل سره سم د اړتیا وړ بودیجه د کورنیو چارو وزارت ته ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له ساختماني موادو څخه د ګټې اخیستې جواز ته په اشارې سره و ویل چې قراردادي شرکت ته د ټکس معافولو او یا هم کمولو صلاحیت نه لري او په دې اړه باید د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشي.
د کمیسیون مشر او د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمدخان د مالیې او اوبو او برښنا وزارتونو ته دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه تر تخنیکي بحث وروسته د اړتیا په صورت کې له بهرنیو چارو وزارت سره به ګډه د شاه توت پروژې د پیل په اړه په کابل کې د هند سفارت سره خبرې وکړي چې یاده ملي پروژه ډېر ژره پیل شي.
لومړي مرستيال همدارنګه و ویل چې قرادادي شرکت ته د ساختماني مواد د ټکس په اړه به یاده موضوع د وزیرانو شورا له لوري د کابینې جلسې ته وړاندې شي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه تر سره شي. #
پاى – ذ

Last modified on Friday, 12 July 2019 16:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.