افغانستان او پاکستان ته د تورخم له بندرڅخه د سوداګريزو کاروانونو په تګ را تګ کې زیاتوالى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
د تورخم له بندر څخه پاکستان او افغانستان ته د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره زیات وخت ورکړشو.
له دې مخکې سوداګريزو کاروانونو د سهار له اوو بجوڅخه د شپې تر اتوبجو پورې کولای شول چې د دغه بندرله لوري تګ او را تګ وکړي، خو له دې وروسته دغه کاروانونه د شپې تردولسوبجوپورې کولای شي افغانستان او پاکستان ته لاړشي .
دغه تصمیم د افغانستان او پاکستان د ګمرک د مسوولانو په غونډه کې نیول شوى  دى.
د تورخم کمیسار نجیب الله صافي باختراژانس ته وویل، چې د سوداګريزو کاروانونو د تګ را تګ د وخت زیاتوالى له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راګړې ورکړې په ښه والي کې مرسته کوي او له بلې خوا د تورخم په بندر کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې مخه نیول کېږي.
ختم - ع

Last modified on Monday, 15 July 2019 13:30
back to top