25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل د ختيځ او د ده سبز په ترانسپورتي بندرونوکې د افغان ملي بانک نمايندګۍ پرانستل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
دکابل د ختيځ او د ده سبز ولسوالۍ  په ترانسپورتي بندرونو کې د افغان ملي بانک دوې نمايندګۍ جوړې شوې .
يادې دوې نمايندګۍ د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو په موخه د ځمکني ترانسپورت  د لوى رياست په نوښت له افغان ملي بانک سره په همغږۍ  کې پرون ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
باخترژانس د ترانسپورت وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ، چې د ځمکني ترانسپورت لوى رييس ويس سلطاني  په شفاف ډول د ترانسپورتي  عوايدو  د راټولولو او د ځواب ورکوونکو سيستمونو د جوړولو په برخه کې  د هېواد په بندرونو کې د افغان ملي بانک د نمايندګيو  پرانستل او دکار پيل له مهمو اقداماتو څخه وبلل او د مرکز او ولايتونو په بندرونو کې يې د افغان ملي بانک د نمايندګيو له لارې د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو د بهير د عملي کولو په لاره کې د خپلو هراړخيزو همکاريو خبر ورکړ .
هغه وويل: چې دغه پروګرام د ځمکني ترانسپورت د لوى رياست له مرکز څخه پيلېږي او د دغو نمايندګيو له پرانستلو وروسته هڅې کېږي،  چې د ترانسپورتي  عوايدو د راټولولولپاره د هېواد په ټولو ترانسپورتي بندرونوکې د بانکونو نمايندګۍ فعالې شي .
د افغان ملي بانک لوى رييس عبدالعزيز بابکرخېل  له نوې بانکوالۍ څخه په ګټې اخستنې سره په شفاف  ډول د ترانسپورتي عوايدو د بانکي کولو او راټولولو په وړاندې د ترانسپورت وزارت د مشرتابه هڅې ارزښتناکې وبللې . ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.