19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: آریانا افغان هوایي شرکت باید خودکفا شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د آریانا افغان هوایي شرکت له مسوولینو سره په غونډه کې، خودکفایۍ ته د دې شرکت د رسېدو لپاره نوې لارې چارې وارزولې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې، لومړی د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو د عمومي وضعیت، ستونزو او د دې شرکت پر وړاندې د شته خنډونو په اړه جمهورريیس ته راپور ورکړ.
جمهورريیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: آریانا افغان هوایي شرکت یو ملي شرکت دی او باید خودکفایۍ ته ورسېږي.
جمهورريیس وویل: آریانا افغان هوایي شرکت هغه وخت د افغانستان ښه استازیتوب کولای شي چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد په اړه د پنځه کلن پلان په ګډون اقتصادي او عایداتي طرحې جوړې کړي او یو کمېسیون دې هم  مؤظف شي چې ستونزې او خنډونه وارزوي او د دغه شرکت د خودکفایۍ لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړي.
د هېواد جمهورريیس لارښوونه وکړه چې د حاجیانو د لېږد پروسې د عملیاتي بورډ مسوولینو د فعالیتونو ارزولو لپاره یوه کمېټه جوړه شي او هغه کسان چې په دندو کې یې غفلت کړی دى، عدلي او قضایي بنسټونو ته دې معرفي شي.
جمهورريیس غني همدا راز ټینګار وکړ چې آریانا افغان هوایي شرکت باید خودکفایي ته ورسېږي او اروپایي هېوادونو ته دې الوتنې پیل کړي.#
پاى – ذ

Last modified on Thursday, 08 August 2019 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.