19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نورستان کې د جلغوزيو او چارمغزو څه د پاسه ٢٣ زره هکتاره ځنګلونه احيا کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۱٨مه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معين  عبدالهادي رفيعې د يو شمير دولتي مقاماتو په وړاندې اعلام وکړ چې د دغه وزارت د طرحې پربنسټ په دغه ولايت       کې دجلغوزيو اوچارمغزو ٢٣ زره يو سلو نوي هکتاره ځنګلونه بيا رغاول کيږي.
رفيعي وايي چې  دځنګلونو په تيره بيا دجلغوزيو او چارمغزو د بيارغاونې اوساتنې لپاره د دغه وزارت دطرحې پربنسټ  په راتلوونکو نهو کلونو کې دڅلورسوه اوويا ميليونوافغانيو په لګښت په نورستان کې دجلغوزيو او چارمغزو ٢٣زره يوسلو نوي هکتاره ځنګلونه بيا رغاول کيږي.
دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معين چې  له يوشمير دولتي مقاماتو سره د جمهور رييس په لارښوونه نورستان ته  تللى دى ،  ټينګار وکړ چې ددغې نوې پروژې په اجرا کولو سره په نورستان کې د جلغوزيو او چارمغزو دکلني توليد کچه به ٥٤ زرو متريک ټنو ته ورسيږي.
رفيعي دغه راز وويل چې ددغې طرحې پربنسټ  په نورستان کې دوه سوه دوه ديرش زره هکتاره نورځنګلونه تر ساتنې لاندې نيول کيږي.
ددغې پروژې اجرا کول د اووه سوه کورنيو لپاره د دايمي کار اوعايد زمينه برابروي
د سون د توکو د تامينولو او دځنګلونو دغوڅولو د مخنيوي لپاره د ژر رسيدونکو ځنګلونوجوړول او دغه رازد کورنيو شنو خونو او باغچو جوړول  دکورنيو د ژوندانه  دتامينولو لپاره په نورستان کې دکرنې وزارت له نورو پروګرامونو څخه دي .
پاى \ ذ

 

Last modified on Monday, 09 September 2019 13:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.