03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دکبرزان کانال دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دهرات  دانجيل په ولسوالۍ کې  دکبرزان کانال  دبند دبنسټ ډبره  پرون کېښودل شوه .
  ټاکل شوې ده دغه سربند  دانرژى اواوبو وزارت له بودجې څخه  د٦٧ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شي .
  ددغه سربند دجوړولو دکار په بشپړيدو سره  څه دپاسه  درې زره جريبه  ځمکه  خړوبېږي او په ورځ کې  دزرګونو مکعب مترو اوبو دضايع کېدو  مخه نيول کېږي
  ددغه  کانال اوسربند  دبنسټ  ډبرې  پرون  دانرژى اواوبو وزارت سرپرست  انجنير ګل محمد خلمي او دهرات والي  کېښودې.
  دهرات والي دسيمې  له اصلي اوسيدونکو څخه ددغې پروژې  داړتياوړ بشري ځواک په استخدام باندې ټينګار وکړ .
   دسيمې خلکو  ډاډ ورکړ  چې ددغو پروژو دامنيت دتامينولو په کار کې به کارنده ونډه واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې همدا اوس  د څۀ دپاسه  ٢٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت  دانجيل په ولسوالۍ کې داوبو لګولو دڅو کانالونو  دجوړولو کار دوام لري .
  ختم_ ف – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.