22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کانونو په ايستلو کې د خصوصي برخې پر پانګونې د هرات د والي ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
د هرات والي د کانونو په ايستلوکې د خصوصي برخې پر پانګونې ټينګار وکړ.
په همدې حال کې د لوېديځ زون د کانونو اتحاديې د اتحاديې د غړو د ستونزو په  لرې کولو کې د هرات ولايت د مشرتابه له پاملرنې څخه قدردانې وکړه.
د لوېديځ زون د کانونو اتحاديې رييس او غړو چې نن يې د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل وايي چې د هرات ولايت د مشرتابه جدې هڅې د قراردادونو د تعديل  او د دې اتحاديې د غړو د ستونزو لرې کولو سبب شوي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د هرات والي هم پانګه وال وهڅول چې د کانونو د ايستلو په برخه کې زياته پانګونه وکړي.
د هرات والي ټينګار وکړ چې د کانونو د ايستلو په برخه کې پانګونه له اقتصادي پلوه  په خپلو پښو د درېدو او خلکو ته د کارموندنې سبب کېږي.
پاى \ ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.