23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا بېرته نښلول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٧مه
له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا چې د کابل او نورو لسو ولايتونو  خلکو ورڅخه استفاده کوله؛ نن بيا نښلول کېږي.
طالبانو يوه اوونۍ مخکې د بغلان په ډنډ شهاب الدين او حسن تال سيموکې هېواد ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا درې ستنې د بمونو په چولو سره ويجاړې کړې.
سيمه ييز مسوولين وايي چې د سيمې د مشرانو په منځګړيتوب په بغلان کې د غوري برېښنا شرکت کارکوونکو يوازې د ازبکستان د وارداتي برېښنا ستنه ترميم کړه.
ټاکل شوې ده د ازبکستان د وارداتي برېښنا بهير تر نن ماښام پورې په اضطراري ډول په کابل او نورو لسو ولايتونو کې عادي بڼه غوره کړي.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې د ويجاړو شويو ستنو اساسي ترميم به  لږ تر لږه دوه اوونۍ وخت ونيسي.
کابل په ٥ ميليونو وګړو سره ٥٠٠ ميگا واټه برېښنا ته اړتيا لري چې له دې جملې څخه ٢٠٠ ميګاواټه له کورنيو منابعو او ٣٠٠ ميګاواټه نوره يې له ازبکستان او تاجکستان څخه تامينيږي.
له سيستم سره د ازبکستان برېښنا په بيا نښلولو سره، د کابل او لسو نورو ولايتونو د خلکو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې تر زياتې اندازې پورې لرې کېږي.
په بغلان کې د غوري برېښنا شرکت رييس عبدالاول پناه د باختر آژانس خبريال           غلام علي علمي ته وويل: د ازبکستان د وارداتي برېښنا د ستنو د ترميم کار نن  بشپړيږي او تر ماښامه پورې برېښنا بېرته د هېواد د برېښنا په سيستم کې شامليږي.
هغه وويل چې هڅې کوي تر نن ماښامه پورې د بغلان په حسن تال ساحه کې افغانستان ته د تاجکستان د وارد اتي برېښنا د ستنو د ترميم کار پيل کړي.
که چېرې په بغلان کې د غوري برېښنا شرکت کارکوونکي د کار فرصت پيدا کړي؛ تر سبا شپې پورې به د تاجکستان د وارداتي برېښنا بهير هم بېرته په پايتخت او لسو نورو ولايتونو کې عادي شي.
سيمه ييزمسوولين وسله وال طالبان د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا د شلولو عاملين بولي.
دغې ډلې په ښکاره د خپلې ادارې تر کنترول لاندې ساحوکې برېښنا ته د نه لاسرسي په غبرګون کې د برېښنا د ستنو په ويجاړولو لاس پورې کړى دى.
د بغلان يوه سيمه ييز خبرځاى چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ وايي چې وسله والو طالبانو دوه کاله مخې هم تر خپلې ادارې لاندې سيموکې برېښنا ته د نه لاسرسي په غبرګون کې د برېښنا ستنې ويجاړې کړې.
هغه وويل: دولت له طالبانو سره هوکړه کړې وه چې د دوى تر ادارې لاندې سيمو ته  برېښنا ويشي، خو دا کار يې ونه کړ. طالبانو په همدې موخه د برېښنا ستنې ويجاړې کړې.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: طالبان تر خپلې ادارې لاندې ځينو سيموکې چې برېښنا لري؛ په خپله د برېښنا د لګښت د پيسو په راټولولو اقدام کوي؛ هغه کار چې د حکومت  غوصه راپارولې ده او ويل کېږي هغه اساسي دليل چې دولت نه غواړي د طالبانو تر ادارې لاندې ساحو ته بريښنا ورکړي؛ هم همدا دى.
پاى \ ج \ ذ


 

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.