د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : 
د شبرغان- مزارشريف لويه لاره نن بيرته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه .
د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان دباخترآژانس سيمه ييز خبريال  ته وويل ؛ دغه لويه لاره  له څلورو ورځو را په دې خوا د ملي  امنيت ، ملي پوليسو ، ملي اردو او د کوماندو ځواکونو د قطعې په هغو ګډوعملياتو کې چې په  دې تګلوري کې پيل کړي وو، دا لاره د وسله والو مخالفينو له شتون څخه  پاکه اود ترافيکو پرمخ بيا پرانستل شوه .

هغه زياته کړه په دغوعملياتو کې ٣ وسله وال طالبان ووژزل شول او ١١ نور              ټپيان شول.
ده دغه راز وويل ؛ وسله والو طالبانو د جوزجان دخانقا ولسوالۍ  په شاهميرزاي سيمه کې  دپاټکونو په جوړولو سره  له بار وړونکو موټرو څخه په غيرقانوني  توګه  پيسې اخيستې .
د جوزجان امنيه قوماندان وويل ؛ د دې لويې په پاکولو سره  په دې تګلوري کې دامنيتي چک پاينټونو دجوړولو کار پيل شوى دى.
خلکو له يوې مياشتې را په دې خوا دشبرغان – مزارشريف له لويې لارې څخه  دوسله والو طالبانو د ګواښونو له امله په  آرامۍ سره  تګ راتګ نه شو کولاى .
پاى \ ذ
 

Last modified on Saturday, 21 September 2019 04:38
back to top