دتيمورشاهي ګودام په اور لګېدنه کې يونيم ميليون ډالره تاوان واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
په تيمور شاهي ګودام کې دتېرماښام په  اور لګېدنه کې  دکابو يونيم ميليون ډالرو تاوان اوښتى دى .
دافغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې د خونو دعامه اړيکو مديرعزيزالله فايز وويل ؛  چې دتيمورشاهي  ګودام په اور لګېدنه کې دکابو يونيم ميليون ډالرو تاوان اوښتى دى.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ په تيمورشاهي ګودام کې تېرماښام دشپږو بجو په شاوخوا کې اور ولګېد  چې دشپې تر ٩ بجوپورې يې دوام وکړ.
دعزيزالله فايز دڅرګندونوله مخې ؛  په دې ګودام کې قرطاسيه .، بوټان ، چيني ، لوښې او دماشومانو دلوبو وسايل ساتل کېدل چې په دې اورلګېدنه کې دغه ګودام په بشپړه توګه سوځيدلى دى او دوکاندارانو ته دکابو يو نيم ميليون ډالرو تاوان اوښتى دى.
عزيزالله فايز زياته کړه چې دغه اور دبرېښنا دشارټۍ په دليل لګېدلى و . خودسيمې دوکاندار فدامحمد چمتو له باختراژانس سره په مرکه کې وويل چې تراوسه پورې  داورلګېدنې دليل معلوم نه دى .
دهغه دڅرګندونوله مخې ؛ داور وژنې کارکوونکي له خپلو وسايلو سره په ډير لنډ وخت کې دپېښې ځاى ته ورسېدل  او ددې سبب شول چې دغه اور په ډير لنډ ممکن وخت کې ووژل شي.
زياني دوکاندارميرزامحمد باختراژانس ته وويل چې ده ته دکابو څلويښتو زروافغانيو  تا وان اوښتى دى او دده زيات مالونه داور لګېدنې په وخت کې لوټ کړاى شوي دي.
پاى\ ف \ ذ

back to top