په بلخ کې دښځو لاسي محصولات نندارې ته وړاندې شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف / دتلې ١٧مه / باختر:
دهېواد دشمال د نهو ولايتونو سوداګرو ښځو او توليدونکو  خپل لاسي محصولات        نن په مزارشريف ښارکې نندارې ته وړاندې کړل.
ددغه نندارتون مسوول روح الله انور باختراژانس ته وويل ؛  چې د هېواد نهو ولايتونو سوداګرو ښځو اوتوليدونکو دبازار موندنې ، دتجربو دترلاسه کولو اوددولت دهمکاريو دجلبولو  او دکليوالو ښځو دتوليداتو دکچې دلوړولو په موخه دغه نندارتون جوړ کړى دى.
هغه زياته کړه ؛ چې په دې نندارتون کې لاسي  او دڅرمنې صنايع ، مرۍ ګنډلو ،  خوراکي او ډبرين توکي  په ٥٠ غرفو کې ددريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې         شوي دي ،
يوشمېرصنعتکارو ښځو ددغه شان نندارتونونو  جوړول د خپلو محصولاتو اولاسي صنايعو دبازار موندنې لپاره  اغيزمن وبلل او ويې ويل ؛ چې خپلې زياتې اقتصادي ستونزې له همدې لارې حل کوي.
پاى \ ذ

back to top