22 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دلېندې لومړى / باختر : دپوهنې وزارت خبرتيا دښوونځيو له زده...

دطالبانو له لوري  په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

دطالبانو له لوري په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

-کابل /دلندې لومړى / باختر : دطالبانو ډلې دملي اردو لس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان د پيسو د نړيوال صندوق څېړنې په برياليتوب سره تېرې کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
افغانستان په تېرو اتلسو کلونوکې د لومړي ځل لپاره وکولاى شو د اقتصادي او مالي اصلاحاتو پروګرام د پيسو د نړيوال صندوق د څېړنو له شپږو پړاوونو څخه په برياليتوب سره تېر شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ماليې وزارت د سرپرست  محمد همايون قيومي په مشرۍ د افغانستان پلاوي په دُبى کې د پيسو د نړيوال صندوق له پلاوي سره وکتل.
د افغانستان پلاوي او د پيسو د نړيوال صندوق تخنيکي ډله په يوه اوونۍ کې د اعتباري اسانتياوو پروګرام په اړوند خبرې وکړې.
په خبروکې د اقتصادي اصلاحاتو، مديريت او د مالي برخې د اصلاحاتو، بانکي اصلاحاتو، د عوايدو د راټولولو، د ستر اقتصاد د اغېزمن مديريت، اقتصادي ودې، له فساد سره دمبارزې، په سختو شرايطوکې پرمختګ ته د لاسرسى او په څېړنې پورې اړوند نورو برخوکې دافغانستان دحکومت شاخصونه وڅېړل شول.
په پاى کې د پيسو د نړيوال صندوق پلاوي د افغانستان د پرمختګونو له امله  خوښي څرګنده کړه چې افغانستان توانيدلى د نظر وړ شاخصونو په اجرا کولوکې څېړنې په برياليتوب سره تېرې کړي.  ختم- ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.