دسمنګانو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخم ترلاسه کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دسمنګانودکرنې ادارې  په دغه ولايت کې په بزګرانو دغنمو داصلاح شويو تخمونو دويش دبهير دپيل خبرورکړ .
دباختراژانس  دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دسمنګانو دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رياست ددغه ولايت  په شپږ ولسواليو کې بزګرانو ته دشپږ ديرشو نمايشي  ټوټو دجوړولو په منظور په هر بزګرلس کيلو اصلاح  شوي تخم ،  دولس نيم کيلوسيمه ييز تخم ،  پنځوس کيلو يورياسره ، شل کيلوتوره سره او يوه اندازه کرنيز  درمل ويشي .
دسمنګانودکرنې دادارې رييس  دغنمو ددغو نمايشي  ټوټو دجوړولو موخه  دکتار کرکيلې په سيستم له اصلاح شوي  غنم څخه دګټې اخستنې  رواجول او دبزګرانو دحاصلاتو زياتوالي وباله .
ختم_ ف _ اکرم

 

back to top