19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درسنيزو شکايتونو او سرغړونودڅېړنې دکمېسيون غونډه جوړه شوه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونودڅېړنې دکمېسيون غونډه جوړه شوه

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر درسنيزو شکايتونو اوسرغړونو دڅېړنې کمېسيون نن...

درسنيزو  کارکوونکو  يوويشت ستونزې لرې شوې دي .

درسنيزو کارکوونکو يوويشت ستونزې لرې شوې دي .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر درسنۍ ،بنسټ او کارکوونکي دکاري...

 يو سړى په تخار کې په دريو صرافانو  دپروني بريد په تور ونيول شو .

يو سړى په تخار کې په دريو صرافانو دپروني بريد په تور ونيول شو .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر په تخار کې په دريو صرافانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دکرنې په برخه کې دپانګونې طلايي فرصتونه په لندن کې وروپېژندل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دکرنې اوبولګولو  او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني د افغانستان او بريتانيا ترمنځ په دويم سوداګريز  او پانګونې کنفرانس کې  ګډون وکړ .
دکرنې اوبو لګولو اومالدارۍ وزير په دې کنفرانس کې د پانګونې دفرصتونو په وړاندې کولو سره بريتانوي  سوداګرو ته په دې برخه کې په افغانستان کې پانګونې ته بلنه ورکړه  .
دراني  په افغانستان کې دکرنې په برخه کې دپانګونې فرصتونه دطلايي  چانش په توګه  وبلل اوله هغو کسانو سره چې په دې مهمه برخه کې پانګونې ته چمتو وي  د هر راز همکارى ژمنه وکړه .
دکرنې اوبو لګولواو مالدارۍ وزير دغه  راز هغو سوداګرو ته چې بريتانيا ته دکرنيزو اقلامو دصادراتو په برخه کې په کاربوخت دي  څرګنده کړه چې په بريتانيا کې طبيعي  کرنيزو اقلاموته غوښتنه مخ په زياتيدو ده اودکرنې  وزارت چمتودى چې دمعيارونو په برابرولو  دمجوز اوخبرپاڼې په صادرولو  سره بريتانيا  ته دافغانستان دکرنيزو محصولاتو دصادراتو بشپړ  ملاتړوکړي
ديادونې وړ ده چې بريتانيا په اروپا کې دافغانستان دويم سوداګريز شريک دى چې په بېلابېلو سوداګريزو او بازارپه برخه کې ديادونې وړ کار ځواکمنى  لري .
  ختم_ عطاالله_اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.