18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: د صادراتو زیاتوالی د داخلي تولیداتو معیاري کولو پورې اړه لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ستندرد ملي ادارې مسوولینو سره په غونډه کې د ستندرد کولو، له ستندرد سره د توکو د مطابقت او خدمتونو ارزونې، د کیفیت او ستندرد نښو د تصدیق پاڼو صادرولو، مترولوژي او د مرکزي لابراتوارونو سیستم جوړولو په برخو کې د یادې ادارې کاري راپورونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ستندرد ملي ادارې مسوولینو د دې ادارې ستونزې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل او په تشکیلاتي اصلاحاتو او د بودجې په زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
جمهورريیس د ستندرد ملي ادارې کارونه وستایل او ويې ویل، په نړیوالو بازارونو کې د غوره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د افغاني محصولاتو کیفیت له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي.
هغه د ستندرد ملي ادارې مسوولینو ته دنده وسپارله چې د بازار اړتیاوو ته په پام د ستندردونو د تدوین مشخصې طرحې جوړې کړي ترڅو خوندي، باکیفیته او له نړیوالو مقرراتو او میعارونو سره سم افغاني محصولات برابر شي.
جمهورريیس د هېواد د صادراتو زیاتوالي اړتیا ته په اشارې وویل، د صادراتو زیاتوالی د کورنیو تولیداتو له معیاري کولو سره تړلی دی او اړتیا ده چې د ستندرد ملي اداره د هېواد په عمده صادراتي توکو جدي تمرکز وکړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو لپاره د غوره سیالۍ زمینه برابره شي.
همداراز جمهورريیس وویل، د ستندرد ملي ادارې وړاندیز شوې طرحې لا زیات تحلیل ته اړتیا لري چې یو واضح تصویر او باور وړ پایلې وړاندې کړي او د هغه په رڼا کې تصمیم ونیول شي.#پاى- ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.