21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د تلې ٣٠ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د لړم په لومړۍ د چهارشنبې په ورځ، ٣٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. پاى\سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.