21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د ښځو پر وړاندې د...

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

- کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر ناپېژاندو وسله والو کسانو...

 د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د وسله والو طالبانو له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې جلغوزي په یو ویاړ بدل کړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د لړم ١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د جلغوزیو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهورريیس غني وویل، زموږ پټې خزانې (محصولات) رڼې، مشروع او د صادرولو وړ دي. موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې یوه پټه خزانه (جلغوزي)په ویاړ بدله کړو.
جمهورريیس د جلغوزیو ځنګلونو د ساتنې لپاره د پکتیا، پکتیکا او خوست د دیارلس ولسوالیو د ولسونو له پرېکړې او اقداماتو څخه په مننې د لغمان، نورستان او کاپیسا له ولسونو څخه هم د دغه ډول پرېکړې او اقدام هیله څرګنده کړه.
د هېواد جمهورريیس له ولسونو او مسوولینو څخه مننه وکړه چې جلغوزي یې د قاچاق پرځای د ارزښت په ځنځیر او پانګه بدل کړل. د انارو، بادامو، پستې او د هېواد د نورو مېوو او کرنیزو محصولاتو د تولید او صادرولو په برخه کې یې د دغه ډول اقداماتو لارښوونه وکړه.
جمهورريیس څرګنده کړه: ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوه او په دې برخه کې لومړی قدم اخیستل شوی، خو نور ګامونه هم باید په اساسي توګه واخیستل شي او افغانستان د کرنیزو محصولاتو په منظم صادراتي هېواد بدل شي.
هغه زیاته کړه: له ټولو کرنیزو صادراتي اقلامو سره د جلغوزیو په څېر چلند حتمي او ګټور دی. 
جمهورريیس غني د ترانسپورټ لوړې بیې او ټیټ کیفیت ته په اشارې ترانسپورټ وزارت ته د اساسي اصلاحاتو او اقداماتو لارښوونه وکړه؛ په ټینګار یې وویل: ترانسپورټ باید د ارزښت ځنځیر برخه شي، دغه راز له تخنیکي ښوونځیو نیولې تر پوهنتونونو پورې دې لوژستیک په تدریسي نصاب کې شامل او د ارزښت په ځنځیر پانګونه وشي.  
محمد اشرف غني د افغانستان د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې ته په اشارې وویل: بازار پرانیستل شوی، موږ باید خپل فکرونه پرانیزو. زموږ د کرنیزو محصولاتو لوی بازار د سیمې هېوادونه دي، لازمه ده چې سیمه درک او هغه څه ور صادر کړو چې ورته اړتیا لري.
جمهورريیس مسوولینو ته د کرنیزو محصولاتو د پروسس، تولید، صادرولو، پانګونې او صنعتي پارکونو د ستونزو د حل د لارښوونو پرمهال کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې یوازې د جلغوزیو ورځې په نمانځلو اکتفا ونه کړو، بلکې د هېواد کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په خاطر دې لا زیاتې هڅې وشي.
جمهورريیس وویل: په ګلخانې ماڼۍ کې د ملت د بابا اعلیحضرت محمدظاهر شاه په دفتر کې د افغانستان د لومړي پاچا چې کرنه یې بنسټیزه کړه، یما پاچا تاج ایښی، د انارو غالۍ په کې غوړېدلې او دېوالونه به یې د افغانستان په کرنیز پیداوار ښکلي شي.
هغه زیاته کړه: موږ ګلخانه د افغانستان د غالیو، مرمرو او لرګیو په مرکز بدله کړې، ترڅو کتونکي د هغې د نندارې پرمهال، زموږ په کلتور او کرنیزو محصولاتو پوه شي.
جمهورريیس غني وویل: زموږ سفارتونه به یوازې سیاسي نمایندګۍ نه وي، هر سفیر به په اړوند هېواد کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو او صادراتو ته په بازار موندنه کې فعاله ونډه اخلي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د خلکو، خصوصي سکتور او دولت ترمنځ همکارۍ کې اساسي بدلون پکار دی.
هغه زیاته کړه: زموږ صادراتي توکو کې د ښځو پر رول سترګې نشي پټېدلای، د دوی د رول لا پیاوړتیا او د اتحادیو ایجاد ته باید اساسي پاملرنه وشي.
د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال دغو مراسمو ته د وینا پرمهال له جمهورريیس څخه د جلغوزیو په ګډون د افغانستان ټولو کرنیزو او صادراتي اقلامو ته د پاملرنې او د جلغوزیو ورځې د نومولو او نمانځلو مننه وکړه.
ویناوالو د جلغوزیو د تولید، پروسس او صادرولو ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو او صادراتي اقلامو په اړه دخپلو کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات ورکړل. همدارنګه یې د کرنیزو محصولاتو، د هغو د پروسس، صادرولو او پانګونې په برخو کې شته ستونزې او په هغه اړه خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
دوی وویل: افغان تاجرانو تېر کال د جلغوزیو له لارې ٢٠ میلیونه ډالر ګټه کړې او دولت د خصوصي سکتور په مشارکت د جلغوزیو په څېر د نورو کرنیزو او صادراتي اقلامو د سکتور ملاتړ کوي.
د دغو مراسمو په پای کې د جلغوزیو د تولید، پروسس او صادرولو په اړه د برابرې شوې ویډیو د نندارې ترڅنګ د خصوصي سکتور استازو، پانګه والو، تاجرانو او قومي مشرانو جمهورريیس غني ته د جلغوزیو ډالۍ هم ورکړه.#
پاى/ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.