08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دنننګرهار ګمرک دوه ويشت ورځنۍ عايد يوسلو دوه ويشت ميليونه افغانۍ ښودل شوى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دهېواد په ختيځ ننګرهار کې  دتورخم ګمرک  دروانې مياشتې په دوه ويشتو ورځو کې  يوسلو دوه ويشت ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دتېرکال  دلړم  دمياشتې  دديرشو ورحو په بهيرکې  ددغه ګمرک عايد يوسلو شلو ميليونو افغانيو ته  رسېدلى و .
دتورخم ګمرک عايد  زياتره  دهغو تجارتي مالونو له محصول څخه ترلاسه کېږي  چې پاکستان  او له دغې لارې   نوروهېوادونو ته تګ راتګ کوي .
دننګرهار ګمرک رييس  نويد بشريار  باختراژانس ته وويل چې  له اداري فساد سره مبارزه  او دعوايدو دراټولولو دبهير سالم مديريت  ددغه ګمرک  دعوايد دزياتوالي  اصلي علتونه دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.