07 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٨مه/ باختر
مرکزي بانک ٣٥ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:               د افغانستان بانک د روان کال د لړم په ٢٩ مه د چهارشنبې په ورځ، ٣٥ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى\سعيده

Last modified on Wednesday, 20 November 2019 03:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.