12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۷۵ میلیونو افغانیو په لګښت په لغمان کې کانال رغول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونو افغانیو په لکښت د عبدالرحیمزیو کانال رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې د عبدالرحیمزیو کانال ۱۷ کیلومتره اوږدوالي لري چې ۵۰۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رییس سېد عبدالرحیم سادات د باختر اژانس سیمه يیز خبریال ته وویل چې یاد کانال د ۲ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې په یوه نیم کال کې به یې چارې بشپړې شي.
په ورته وخت د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم یار ددغه کانال د پیل په اړه خوښي وښوده او په دغه ولایت کې یې د اوبو د مدیریت په برخه کې دا چاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
په همدې حال کې د کابل د دريايي حوزې عمومي رییس جلال ناصر فقیریار د اوبو د مدیریت او ترېنه د سالمې ګټې اخيستنې په برخه کې د دغه کانال جوړېدل خورا مهم وبلل.
هغه وویل چې دوی په لغمان کې د اوبو د مدیرت لپاره لسګونه نورې کوچنۍ او سترې پروژې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به نورې پروژې هم د مرکز او ولسوالیو په کچه پیل کړي.
بل لورته د ولسونو په استازيتوب د لغمان د ولایتي شورا ريیس عتیق الله عبدالرحیمزي په قرغیو ولسوالۍ کې د هر ډول همکارۍ سربېره یاد کانال د بزګرانو د کروندو د زیاتوالي او د سېلاب له ګواښ څخه د کرنیزو ځمکو د ژغورنې لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.
پای/وصال

 

Last modified on Tuesday, 03 December 2019 03:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.