22 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر لس وسله وال طالبان تېره شپه...

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر په فارياب کې پرون يو سړى...

د غوري سمنټو د پلورنې لپاره ښه بازار جوړ شو

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر د غوري سمنټو تصدۍ د فابريکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون د جمهوررئیس په حضور کې لاسلیک شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې   ٢١مه / باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو قرارداد د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رئیس یما شمس او د قزاقستان  INKON KZ  کمپنۍ مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري او د هرات غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تېرېږي. دغه پروژه چې په ۱۶ میاشتو کې به پای ته ورسېږي، له ۵۸.۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت پرې راځي او د افغانستان حکومت له لوري تمویلېږي.
د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د ۲۲۵ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي په ۴ برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ جوړېږي. د دې پروژې دوه لومړنۍ برخې، د ۷۶ کیلومټرو په اوږدوالي د ایران له خواف تر شمتیغ سرحد پورې وړاندې جوړه شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې او د دریمې برخې کار د افغانستان په خاوره کې د ۶۲ کیلومټرو په اوږدوالي له شمتیغ سرحد څخه تر غوریان ولسوالۍ پورې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.#پاى- فضل واحد  

 

Last modified on Thursday, 12 December 2019 11:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.