04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د برېښنا له توليدي دستګاه څخه د لېږدونې د مزو د غځولو هوکړه ليک لاسليک شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د برېښنا شرکت له تاجکستانۍ کمپنۍ (JONT STOCK COMPANY) سره  د برېښنا د لېږدونې د١٢ کيلومترو په اوږدوالي د مزو د غځولو او د يو سوېچ ستېشن د جوړولو قرارداد لاسليک کړ. 
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د برېښنا شرکت اجرايوي لوى رييس امان الله غالب د دغه هوکړه ليک له لاسليک کولو وروسته وويل چې د دغو مزو په غځولو سره به د غضنفر د ګازي دستګاه توليدي برېښنا د برېښنا له ملي شبکې سره يوځاى شي.
هغه زياته کړه: د دغې پروژې پولي ارزښت ٥ ميليونه ٨٢٧ زره امريکايي ډالره  کېږي چې د آسيايي پرمختايي بانک يې ورکوي.
د دغه هوکړه ليک د متن پر بنسټ د دغې پروژې عملي کار به په يو کال کې پاى ته ورسېږي.
د برېښنا شرکت هڅه کوي چې د خصوصي برخې او د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له نورو سرچينو څخه د برېښنا انرژۍ توليد ترلاس لاندې ونيسي.
پاى \ ذ

Last modified on Monday, 16 December 2019 04:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.