18 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر درې وسله وال طالبان نن سهار د...

څلور طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

کابل/ دمرغومي٢٧مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه د دايکنډي...

په غورکې د پوليسو دوه سرتېري ټپيان شول

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر د غور – هرات لويې لارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت په خوست کې دوې پروژې پلې کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دمرغومي۲۴مه/باختر
د خوست د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت دوې پروژې پلې کېږي.
مسوولین وايي: په دغو پروژوکې د کلیوالي اقتصاد پروګرام لپاره ودانۍ او پارک شامل دي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ادارې په مالي لګښت رغول کېږي.
په خوست کې د دوو رغنیزو پروژو چارې په داسې حال کې پیل کېږي چې همهاله د څه د پاسه ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې لپاره رغول شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د خوست والي محمد حلیم فدايي د کلیو د بیارغونې او پراختیا ادارې لپاره د ودانۍ رغول کېدل د چارو په چټکتیا کې اغېزمن وبلل.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په دغه ولایت کې د ۶۰۰ پروژو چارې دوام لري.
پای/وصال

 

Last modified on Tuesday, 14 January 2020 12:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.