27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې مالداري ښه شوى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دمرغومي  ٢٥مه / باختر :
دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې  دشېدو دپيرودنې دمرکز په فعاليت سره دمالدارى  کاروبار  سمون موندلى دى .
دغه مرکز هره مياشت  تر يو زرو اته سوه کيلوګرامه شېدې له اتيا مالدارانو څخه پيري .
په کامې ولسوالۍ کې دشېدو دپيرودنې مرکزڅومياشتې مخکې  دکرنې اواوبو لګولو وزارت جوړ کړ، اواوس د شېدو دپيرودنې او پلورنې په ستر مرکز بدل شوى دى .
دننګرهار  دکامې ولسوال شريف الله افضلي  باختراژانس ته وويل  چې په کامې کې دشېدو دپيرودنې مرکز  مالدارانو ته نږدې او ښه پټه ده . هغه وويل چې ددغه مرکز په فعالېدو سره  دمالدارانو کارو بار سمون موندلى دى .
دننګرهار دکامې ولسوالۍ  يومالدار امان الله وايي  چې هره ورځ دخپلو غواګانو څه ناڅه شل کيلوګرامه شېدې  ترلاسه کوي او هغه  په ډيره ښه بيه  دشېدو دپيرودنې په مرکز پلوري .
هغه وويل  مخکې له دې  ددې دغواګانو شېدې په تيټه بيه او په ستونزې سره  پلورل کېدې .
امان الله غواړي تر دريوراتلونکو مياشتو پورې  درې نورې شيدې ورکوونکي غواګانې وپيري  چې دهغودشېدو په پلورنې سره  زياته ګټه ترلاسه کړي .
په کامې کې د شېدو دپيردونې مرکز له مالدارانو څخه راټولې شوې شېدې دننګرهار  په نورو بازارونو کې پلوري . ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 15 January 2020 11:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.