24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غوري سمنټو د پلورنې لپاره ښه بازار جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
د غوري سمنټو تصدۍ د فابريکې د توليداتو د پلورنې لپاره د بازار د نشتوالي ستونزه له يوې خصوصي کمپنۍ سره د هوکړه ليک په لاسليک سره لرې شوه.
د غوري سمنټو تصدۍ د اړيکو او عامه پوهاوي څانګې مسوول حامد هوشمند د دغه ټکي په بيان سره باختر آژانس ته وويل چې د دغه هوکړه ليک له مخې، د غوري سمنټو فابريکې په ٩ مياشتوکې ١٥٠زره ټنه سمنټ د پلورنې لپاره د داوود کمپنۍ په واک کې ورکړل، دغه کمپنۍ ژمنه کړې وه چې د هېوادوالو د اړتيا وړ سمنټ د هېواد ټولو ولايتونو ته لېږدوي.
هوشمند زياته کړه چې د غوري سمنټو د لومړي او دويمه لمبر فابريکو د توليد ظرفيت  په ٢٤ ساعتو کې ١٤٠٠ټنه دى، خو د دستګاه د استهلاک په ګډون د تخنيکي ستونزو له امله د دومره سمنټو د توليدولو ظرفيت نه لري.
هغه زياته کړه چې هلې ځلې کوي د زړو ماشينونو په بدلولو سره خپل توليدات زيات کړي.
ختم/ شکريه

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.