25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تخار کې ١٥٧ پروژې عملي شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دليندي ٥مه / باختر :
دتخار دکليو دبيا رغاونې اوپراختيا رييس وايي چې د تېرمالي کال په بهير کې  په دغه ولايت کې  ١٥٧ ټولګټې پروژې عملي شوي دي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، ملت ته دحکومت درپوټ ورکولو په هغه پروګرام کې چې انجنير صبغت الله نظري په تالقانوښار کې  تېره پنجشنبې  خبريالانو ته څرګندوله وېې ويل  چې په تېرمالي کال کې  له ٢٨٣ پلاني انتقالي  پروژو څخه ١٥٧ پروژې بشپړې شوي دي .
هغه وويل: دغه پروژې دکرنې ، ترانسپورت ، ټولنيزو مصوونيت ، برېښنا رسولو او دڅښاک داوبو برابرول و چې دڅه دپاسه يو ميلياردو يوسلو اويا ميليونو افغانيو په لګښت عملي شوي دي او دتخار څه دپاسه  يو اويا زره اوسيدونکي  ترې ګټه اخستې ده .
دتخار دکليودبيا رغاونې او پراختيا رييس دڅرګندونوله مخې، ددغو پروژو دعملي کولوپه بهير کې څه دپاسه  دوه سوه زرو تنوته دکارزمينه برابره شوې وه  .
په دغه پروګرام کې  چې عبدالحق شفق برخه لرله خلکو ته دحکومت د مسوولانو دځواب ورکولو په پروګرامونوکې د ښه حکومت والي ځانګړتيا وبلله
ختم_ شکريه_ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.