24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې لسګونه پلورنځي د ګران پلورنې او له کلدارو څخه د استفادې په دليل وتړل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
لسګونه پلورنځي په ننګرهارکې د ګران پلورنې او په راکړه ورکړه کې له پاکستانۍ کلدارو څخه د استفادې په دليل وتړل شول.
په ننګرهارکې څېړونکې ډله چې له بېلابېلو بنسټونو څخه جوړه شوې ده؛ وايي: دغه پلورنځي په جلال آباد ښار او يوشمېر نورو بازارونوکې تړل شوي دي.
د لسګونو پلورنځيو د تړل کېدو ترڅنګ د يوشمېر پلورنځيو خاوندان د بې کيفيته مالونو د پلورنې، ګران پلورنې او په خپلو معاملوکې له افغانيو څخه د نه استفادې په دليل نغدي جريمه شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې څېړونکې ډلې د وروستۍ يوې اوونۍ په بهيرکې دغه پلورنځي تړلي او يا هم نغدي جريمه کړي دي.
مخکې له دې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پلورونکو ته خبردارى ورکړى و: که چېرې ګران پلورنه او يا په خپلو کړو وړو کې له پاکستانۍ کلدارو څخه استفاده وکړي؛ مجازات به شي.
پاى \ ذ

Last modified on Sunday, 26 January 2020 12:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.