27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې په پاکستاني روپيو دراکړې ورکړې کچه کمښت موندلى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دغزني مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې په پاکستاني کلدارو دپيرودنې اوپلورنې  کچه په سلوکې نوي کمښت موندلى دى .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دغزني والي وحيد الله کليمزي  دپاکستاني کلدارودچلند دمخنيوي، دولايتي کمېټې دغړو په غونډه کې چې دغزني دپوځي اوملکي  مسوولينو په ګډون جوړه شوه وويل: په دغه ولايت کې په پاکستاني  روپيو دپيرودنې اوپلورنې کچه په سلو کې  نوي کمښت موندلى دى .
هغه زياته کړه چې په دې موده کې څه دپاسه سل تجارتي مرکزونه  دسرغړونې له امله تړل مهرلاک او يوشمېر مکرر سرغړونکى يې عدلي اوقضايي  مرکزونو ته معرفي کړي دي .
دغزني والي دموظفې کمېټې دکارونو په  ستاينې سره په پاکستاني روپيو دراکړې ورکړې دمخنيوي په لاره کې  ددوى په زيات جديت ، دقت او هلوځلو ټينګار وکړ .
ختم_ج _ اکرم

Last modified on Monday, 27 January 2020 09:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.