29 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد ولسي  سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

د هېواد ولسي سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

-کابل/دتلي ٨مه /باختر: له هېواد څخه بهر هنرمندانو د افغانستان ولسي...

 د فراه  د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

د فراه د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

کابل/دتلي ٨مه /باختر: د فراه والي تاج محمد جاهد د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهمکاريو نهه هوکړه ليکونه لاسليک شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دکانونو او پتروليم وزارت او ددغه وزارت  دهمکاريو بنسټونو ترمنځ  پرون دهمکارى نهه  هوکړه ليکونه لاسليک شول .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دکانونو اوپتروليم وزارت سرپرست عنايت الله  مومند ددغو هوکړه ليکونو دلاسليک کولو په وخت کې   وويل چې ددغو هوکړه ليکونو موخه  په هېواد کې دکانونو دراايستلو دظرفيت لوړول دي .
دهغه دڅرګندونوله مخې ، دغه هوکړه ليکونه دکانونواوپتروليم  وزارت اودسوداګرى اوپانګونې  خونې ، دصنايعو  او کانونودخونې ، په افغانستان کې دبين المللي  سوداګرى دخونې ، دښخو دسوداګرى او صنايعو دخونې ، دافغان جرمن دسوداګرى او صنايعو د خونې ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې ،  کابل پوهنتون ، دکابل پولي تخنيک پوهنتون اودصلاح کنسرسيوم ترمنځ لاسليک شوي دي .
دکانونو اوپتروليم  وزارت سرپرست زياته کړه چې خصوصي  برخه دکانونو په راايستلو کې  ارزښتناک رول لري او ددغو هوکړه ليکونو په تطبيق سره به دکانونو دراايستلو په برخه کې دافغانستان ظرفيت لوړ شي اودکانونودراايستلو په برخه کې دکانونو اوپتروليم وزارت عوايد به هم لوړ شي .
  ختم_ ف _اکرم

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.