22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصــره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٧ :
د ١٣٩٢  مالي کال دملي بودجي طرحه دماليې وزارت له خوا مشرانو جرګي ته وړاندې شوه .
په دې طرحه کې درې سوه شپږشپيته اعشاريه شپږمليارده افغاني ځاى کړي شوي دي او دا په داسې حال کې  ده چې دبودجي طرحه پخوا تل په ملي شورا کې دخبرو وړو مسله وه .
دباختراژانس داقتصادي برخې مبصر ليکي د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجي  طرحه دماليې وزارت له خوا مشرانو جرګي ته وړاندې شوه چې له دې  جملې څخه ١٩٦ مليارده افغاني پرمختيايي بودجه  او يوسلو اويامليارده افغاني عادي بودجه  ده . بودجه په سلو کې شپږڅلويښت به دنړيوالې ټولنې له مرستو  څخه  اوپه سلو کې څلور پنځوس له کورنيو منابعو څخه تامين شي.
هغه څه چې دماليې وزارت دملي بودجي په توګه وړاندې کړي دي داوو ملياردو ډالرو معادل  دي په داسې حال کې  چې په تيرمالي  کال کې ملي بودجه څلوراعشاريه اته  ملياردو ډالرو ته رسيده چې زياته برخه يې پرمختيايي بودجه وه  خو افغاني مرکزونو په سلو کې يوازي شل پرمختيايي بودجه چې زياتره يې له بهرنيو منابعو څخه تمويليده ، لګولې ده  هغه څه چې له بل هرڅه څخه زيات د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجي دبشپړولو په تصويبولو اوبشپړولو کې طرحه دي  ددولتي مرکزونو له خوا دهغې اجرا اولګول دي اومخکې له دې چې دغه بودجه دملي شورا له  خوا تصويب نشي دولتي اداري او هغه کسان چې په دقيقه ، ښه اوسنجول شوي ډول ددغې بودجي په لګولو مکلف دي ځان ته ټکان ورکړي دهغه دلګولو اوتطبيق لپاره  دقيقه اوعملي لاره ولري څکه پخوا نړيوالې ټولني په وار وار دغه کار ته ګوته نيولي چې افغاني مرکزونه دنړيوالې ټولنې دمرستو دجذب اولګولو ظرفيت نه لري اودغه شان تور ته ځواب ورکول يوازي اويوازي  دپرمختيايي بودجي دلګولو لپاره دقيق مالي لارښود جوړول دي.
له بله پلوه دولتي مرکزونو ته پکار ده چې دلګښتونو معقوليت تشخيص کړي اوخپل لومړيتوبونه مشخص کړي بايد هغوى په  راتلوونکې کال کې زياتره به هيوادنيو توليداتو او ورته توليداتو  اوداقتصادي او صنعت په ودي متمرکز شي  اوزياتره دقراردادونو په لاسليک کولو  کې په هغو شرکتونو اوموسسو تمرکز وکړي  چې کار يې دقيق ، شفاف  اودنتيجې وړ  دي دا په خپله  کولاي شي دپرمختيا او ودي په برخو کې  لګښتونه مناسب تګلوري ته برابرکړي نو ددولت   دڅارنې مرکزوته لازمه ده چې دنوى  مالي کال  له پيل څخه مخکې ددولتي مرکزونو پرمختيايي پروګرامونه وڅيړي او دهغو لګښتونه وڅاري  چې نور  دهغو کسانو انتقاد اوپلمو ته ځاى پاتي نه شي چې زموږ پرمختيايي بودجه تمويلوي .
بله  خبره په پرمختيايي بودجه کې انډول دي  دافغانستان دولت تل په دي کار ټينګار کوي چې  په افغانستان کې وده اوپرمختيا بايد انډوليزه وي چې په ملي شورا کې دملي بودجې دطرحې لپاره  دلالهاندي دليل نه دي دهيواد اوسني اقتصادي حالت  په دې باندې ټينګارکوي چې دملي بودجي طرحه دلومړيتوبونو اواڼدول په پام کې نيولوسره  ډير ژر دملي شورا له خوا تصويب شي چې ددولتي مرکزونو دکار په بهيرکې  ځنډ رامنځته نه شي  .
دغه راز دملي شورا غړو ته پکاردي  چې داساسي قانون د ٩٨ مادي حکم په پام کې ونيسي  اودبودجي دتصويب کاري بهير له ځنډ سره مخامخ نه کړي  اوپه دې ډول دپرمختيايي پروژو په تطبيق  کړي خپل ونډۀ عملي کړي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.