06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سالنګونو لاره د ټېلري وسايطو پرمخ تړلې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د سالنګونو مسوولين وایي چې له ټېلري وسايطو پرته نور موټرونه کولای شي په دوه طرفه ډول په دې لويه لاره کې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست انجنیر عبدالظاهر محمدي نن سهار باختر آژانس ته وویل چې اوس په شمالي سالنګ کې واوره اوري او په جنوبي سالنګ کې سخت توپان دوام لري او د اټکل له مخې؛ امکان لري نن د واورې اورښت ودریږي.
هغه وویل چې دغه لويه لاره له ټېلري وسايطو پرته د ټولو موټرو پرمخ پرانيستې ده.
په سالنګونو کې اوس د لیدو ساحه ٥٠٠ متره، د توبان چټکتيا په یوه ثانیه کې ۸ تر ۱۰ متره، لندهبل ٩ سلنه، د هوا سړښت منفي ۱۶، کنګل ۴۰ کیلومتره، واوره ۱۸ سانتي متره او په راتلونکي ۲۴ ساعتونوکې د واورې اورښت ۴۰ سلنه امکان شته. پای/شکریه

Last modified on Wednesday, 19 February 2020 12:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.