07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز د...

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د څه دپاسه ٥٠٠ مخابراتي سايټونو بيا پيل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ په پيل سره، هغه څه دپاسه ٥٠٠ مخابراتي سايټونه  چې له فعاليت څخه پاتې شوي وو؛ بيا فعال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت پړاو له تېرې شپې  څخه  اجرا شو.
باختر آژانس د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) د وياند علي حسين نظري  له خولې خبر راکړ چې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ له پيل سره جوخت هغه ٥٥٠ مخابراتي سايټونه چې پخوا په لرې پرتو او نا امنو سيموکې په لنډ مهال ډول بند شوي وو، فعاليت يې له سره پيل کړ.
هغه ټينګار کړى دى چې د مخابراتي سايټونو د فعالولو بهير جريان لري او په راتلونکو  ٢٤ ساعتوکې به په ټول هېوادکې کابو ٩٠سلنه هېوادوال شپه او ورځ له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه واخلي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې د رپوټونو پربنسټ؛ مخابراتي خصوصي شرکتونه  په پنځو ولايتونوکې په ٢٤ ساعته ډول فعاليت لري، خو په ٢٩ نورو ولايتونوکې ددغو شرکتونو فعاليتونه د طالبانو د ګواښونو په دليل له محدوديتونو سره مخ وو او هم د دغو ولايتونو په ځينو ولسواليوکې د مخابراتي خدمتونو شپنى فعاليت بندېده.
د دغې ادارې د وياند د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېوادکې له٦ زره ٨٦٥ مخابراتي آنتونونوڅخه د  ٦٢٢مخابراتي آنتنونو فعاليت د شپې له خوا بند و، خو اوس د تاوتريخوالي د کمښت په پړاو کې د دغو آنتنونو د بيا فعالولو زمينه برابره شوې ده.
په راتلونکو اوو ورځوکې د تاوتريخوالي د کمښت بهير د موافقې پر بنسټ طالبان په دغه پړاو کې ژمن شوي دي چې د لويو لارو په اوږدو، عمومي اماکنو، د ښارونو په مرکزونو او د هېواد د امنيتي بنسټونو پر سنګرونو بريدونه بند کړي.
ختم- ج - اکرم

 

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.