31 March 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه پر استفادي د کونړ د والي ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
د کونړ والي وايي چې په بازراونوکې په راکړه ورکړه کې د پاکستاني کلدارو د استفادي د مخنيوي لپاره هلې ځلې د افغانۍ د زيات ثبات سبب شوى دى.
د کونړ والي د اصنافو له استازو سره په کتنه کې له هغو څخه وغوښتل چې په خپلو راکړه ورکړه کې د پاکستاني کلدارو پرځاى له افغاني پيسو څخه استفاده وکړي.
عبدالستار ميرزکوال په دې کتنه کې هغو پلورونکو ته  چې د ټاکلې نرخنامې پرخلاف ګران پلورنه کوي؛ خبردارى ورکړ.
په دې کتنه کې د اصنافو استازو د افغانۍ د رواجولو او د پاکستاني کلدارو د مخنيوي   ژمنه وکړه.
هغوى دغه راز وويل چې د اسعد آباد ښاروالۍ د ټاکلې نرخنامې له مخې په راکړه ورکړه لاس پورې کوي.
د کونړ والي وايي: د بازار د څارني لپاره څو ډلې جوړې شوې دي او دغه ډلې له هغو کسانو سره به چې په پاکستاني کلدارو راکړه ورکړه کوي؛ قانوني چلند وکړي.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.