07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د مېوو اوسبو دستر مارکيت جوړول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر
دلغمان په مرکز  مهترلام ښار کې د مېوو او سبو لومړنى  ستر مارکيت جوړ شو
  دغه مارکيټ دمهترلام  ښاروالۍ له بودجې څخه دپنځه ويشتو ميليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
په دې مارکيت کې  د مېوو اوسبو دپلورنې لپاره دوه سوه پنځلس  پلورنځي  جوړ شوي دي.
د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي باختراژانس ته وويل چې دغه مارکيټ په ښار کې دبې نظمۍ  دمحنيوي  په موخه جوړ شوى دى.
هغه وويل: تراوسه پورې دښار په ګوټ ګوټ کې پر سړکونو ګرځنده پلورونکو ميوې اوسابه   پلورل چې د هغوى دغه کار دښاريانو تګ راتګ او آن دترافيکو بهير بې نظمه کړى دى.
هغه دمېوو او سبو له  پلورونکو څخه وغوښتل  چې له دې وروسته يوازې په مارکيټ  کې پر پلورنې  لاس پورې  کړي او په ښار کې  دبې نظمۍ  له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي .
په همدې حال کې دلغمان والي محمد اصف ننګ هيله من دى چې دغه مارکيټ به په ډېر لنډ ممکن وخت کې د مېوو او سبو په ډېر ستر پلورنځي بدل شي .
  هغه دلغمان له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د مېوواو سبو د پېرودنې لپاره دغه مارکيټ ته ورشي .
  ختم_ عطاالله- اکرم

Last modified on Thursday, 27 February 2020 05:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.