06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر :
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست  فهيم هاشمي  چې نن يې  دولت ته دملت  دځواب ورکولو  په پروګرام کې  خبرې کولې  وويل: دملي پالېسيو،  تطبيقي ستراتيژيو، ستندردونو، لارښودو طرحې او تدوين، د ديجتلي بدلون د زمينې  برابرول او همغږي، دمعلوماتي تکنالوژۍ صنعت  د ودې او پراختيا لپاره د مناسبو شرايطو  برابرول، دنويو تکنالوژيو کارولو دڅرنګوالي پېژندنه  او د ملي او استندردو پالېسيو  پرتطبيق څارنه  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له  ډېرو  مهمو دندو څخه دي .
هغه وويل:  تر  ١٣٩٨ مالي کال کې دريل تايم  پروژې  پر فعاليت پيل وکړ او لومړۍ برخه يې  ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده .  د دغه سيستم  د رامنځته کولو موخه  دمخابراتي خدمتونو دلس سلنې محصول  دراټولولو په بهير څارنه،  دمخابراتو دسکتور په عوايدو څارنه  او دعوايدو  تضمين دى . 
هغه وويل:  تر يوه چتر لاندې دخدمتونو وړاندې کولو  دمرکزونو رامنځته کول،  په زونونواوولايتونوکې دواحدو مرکزونو رامنځته کول، دعامه خدمتونو دپروسو  اسانه کول، دموبايل له لارې دمعاشونو ورکول، دپاسپورت  دانلاين سيستم  رامنځته کول، په انلاين ډول دبهرنيو اتباعو د ويزې دتمديد سيستم رامنځته کول چې تر کارلاندې دى، ددندې داسان سيستم  دپورتال  رامنځته کول  دسندونودمديريت سيستم  رامنځته کول  او په دولتي ادارو کې د دغه سيستم  دتطبيق پيل، دترافيکو او دچلوونې دجوازسير اوجواز سيستم مدرن کول  او دترافيکو  دلوى مديريت دارشيف سيستم  رامنځته کول ، داسان خدمت په برخه کې  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  فعاليتونه دي .
هغه څرګنده کړه چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په  ١٣٩٨ مالي کال کې  شپيته ميليونه امريکايي ډالره سپما کړې ده او دغير اغيزمنو پروژو مخه يې نيولې ده  او ديارلس نورې پروژې بيا  څېړل شوي  او اصلاح شوي دي .
  په همدې حال کې دمخابراتو وزارت په دې بريالى شوى دى چې په  ١٣٩٨ کال کې  له ټاکلي هدف څخه  ٤٣ سلنه  زيات محصول  راټول کړي .
دپوهنې په وزارت کې  دموبايل له لارې دمعاشونو ورکول پيل شوي دي  او په ټوليزه توګه په اتو ولايتونوکې  څه دپاسه  ٦٣ زره تنه راجستر شوي دي .
  دغه راز  دموبايل له لارې دمعاشونوورکول  دکار اوټولنيزو چارو په وزارت کې  پيل شوي دي  اوپه ټوليزه توګه  په   ديارلسو ولايتونو کې څه دپاسه  ٦٥٠٠ تنه  راجستر شوي دي .
  ختم_ ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.