06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر
مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:               د افغانستان بانک د روان کال د کب په ١٠ مه د شنبې په ورځ، ٣٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى\سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.